پروان کې اوه تنه د لېږدوونکو وسایطو د غلا په تړاو ونیول شول.

د پروان ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د سالنګ ولسوالۍ په اړوند سیمو کې د دوو بېلو عملیاتو په ترڅ کې اوه تنه د درې عرادې نقلیه وسایطو د غلا په تړاو نیولي دي.
یادو کسانو غوښتل، چې غلا شوي موټر بغلان ولایت ته ولېږدوي، چې د سالنګ ولسوالۍ په اړوند سیمو کې د خلکو په همکارۍ د پولیسو له خوا تر پېژندنې وروسته ونیول شول.