پروان، ننګرهار او فراه کې شپږ تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو ونیول شول
له نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبینو په پروان، ننګرهار او فراه ولایتونو کې شپږ تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو نیولي دي.
د پروان ولایت د امنیه قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبینو په سالنګ ولسوالۍ کې درې تنه د ۱۲۰۰ قرصه "کا" تابلېت د قاچاق تور نیولي دي.
همداراز د ننګرهار ولایت د امنیه قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبینو هم د مرکز جلال اباد ښار د دویمې او نهمې ناحیو په اړوند سیمو کې د نشه يي توکو ضد دوه جلا عملیاتو په ترڅ کې دوه تنه د شپږ کیلوګرامه او ۴۲ پاکټه هیرویینو د پلور او قاچاق په تړاو نیولي دي.
بلخوا د فراه ولایت د امنیه قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې مدیریت منسوبینو د مرکز په اړوند چهارباغ کلي کې د نشه يي توکو ضد عملیاتو په پایله کې د نشه يي توکو یو لوی پلورونکی له یو شمېر نشه يي توکو او الکولي څښاکو سره نیولی دی.