ولس دې په بشپړ ډاډ موجود نظام د ځان وبولي؛ دا ددوی حق دی او د نظام هر پرمختګ او پياوړتيا د دوی پر همکارۍ او تقرب مشروطه ده.

moi-af
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۵/۳۱ - ۱۴:۵
rerereer

د کورنیو چارو وزیر الحاج خلیفه سراج الدین حقاني د ولايتي سفرونو په لړ کې غور ولایت ته ورسید.
سرپرست وزیر هلته د مسئولينو او ولسي اقشارو سره په ناسته کې د ولس او نظام پر نږدېوالي، حوصلې او يووالي تاکيد وکړ، نوموړي د ځينو موجودو ستونزو په منلو سره وویل چې دا نظام د ولس دی او اصلاح او پرمختګ هغه مهال ممکن دی چې ولس نظام او نظام ولس د ځان وبولي.
ښاغلي وزیر په خپلو خبرو کې زیاته کړه، مونږ او تاسې به په ګډه له رامنځته شوي مثبت فرصت او حاکم شوي اسلامي او خپلواک نظام څخه پر يوبل د باور او د هیواد د پرمختګ لپاره کار واخلو.
ښاغلي حقاني تاکید وکړ چې د ټولو منفي تبليغاتو سربیره بیا هم د ا.ا.ا له لوري شرعي عفوې او پر وحدت ټينګار د ولس او نظام تر منځ بشپړد اعتماد لپاره زمینه برابره کړه، هيچا د انتقام اقدام ونکړ او پر ټولو افغاني جهتونو هم غږ کوو چې مونږ د يووالي او ابادۍ پخه اراده کړې د غچ اخېستنې فکر نه لرو او چاته د غچ اجازه هم نه ورکوو.
د خلیفه صاحب په وینا د ا.ا.ا په رهبرۍ کې له نېکمرغه په مسلسل ډول تر دې دمه داسې صالح مشران و چې ټول فکر یې په اسلامي او ملي افکارو سمبال و او دی؛ چې دا خپله د وحدت او پرمختګ سفر لا اسانه کوي.
خلیفه صاحب د خپلو خبرو په پای کې د غور ولسونو ته د هغوی د ستونزو د حل او رهبرۍ ته د دوی د پيغام رسولو ژمنه وکړه.