ولایتونو ته د هېوادوالو امنیتي ستونزو او اندېښنو ته د رسېدنې په پار عمومي رییسان واستول شول

jamil-moi
جمعه ۱۴۰۰/۴/۱۱ - ۱۱:۳۷
7

د کورنیو چارو وزارت سرپرست جنرال عبدالستار میرزکوال د مرکز لویو رییسانو ته لارښوونه وکړه، څو په ولایتونو کې د امنیتي ستونزو د ژر هوارۍ او لا همغږۍ په پار د امنیه قوماندانانو تر څنګ لاس په کار شي.  
جنرال عبدالستار میرزکوال وویل، چې ولایتونو ته به د عمومي رییسانو په ورتګ سره د هېوادوالو امنیتي اندېښنو ته په بېړه رسېدنه کېږي او د دوښمن د شومو پلانونو په شنډولو کې به له خپلو ملي امنیتي ځواکونو سره د همغږۍ او همکارۍ مرسته وکړي. دغه لړۍ له تيرو ۵ ورځو څخه پېل شوی او لا ادامه لري.