هلمند کې ۷۰ کړۍ ماینونه کشف او شنډ شول.

rahimzai_moi
یکشنبه ۱۳۹۸/۲/۱ - ۹:۴۳
moi

د هلمند ولایت د ګرمسېر او ګرشک ولسوالیو په اړوند سیمو کې، ملي پولیسو چاڼیز عملیات ترسره کړي.
د یادو عملیاتو په ترڅ کې درې ترهګر وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.
د یادولو وړ ده چې د پولیسو د عملیاتو په لړ کې څه باندې ۷۰ کړې بېلابېل ماینونه کشف او شنډ شوي او د ترهګرو طالبانو ۱۵ پټنځایونه له منځه تللي دي.
په عملیاتو کې د ترهګرو طالبانو یو شمېر سپکې او درنې وسلې او لېږدوونکي وسایل هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.