هلمند کې ۳۷ ترهګر طالبان وژل شوي او ۸ نور ټپيان دي

jamil-moi
شنبه ۱۴۰۰/۴/۲۶ - ۱۱:۵۳
6

ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د هوايي ځواک په ملاتړ د هلمند ولایت د مرکز لښکرګاه ښار او همدارنګه د ناوې، نهرسراج او نادعلي ولسوالیو په اړوند سیمو کې د ترهګرۍ ضد عملیاتو په ترڅ کې ۳۷ ترهګر طالبان وژلي او ۸ نور یې ټپیان کړي دي.
د دې عملیاتو پر مهال د ترهګرو طالبانو ګڼې وسلې او وسایط له منځه وړل شوي او همداراز لسګونه کړۍ ماینونه چې د عامه تاسیساتو د ورانولو او ملکي مرګ ژوبلې په پار ځای پر ځای شوي وو، کشف او شنډ شوي دي.