هلمند کې ۲۲۰ کیلو ګرامه نشه يي توکي کشف او ضبط شول.

rahimzai_moi
چهارشنبه ۱۳۹۸/۴/۵ - ۱۰:۲۵
نشه يي توکي

د هلمند ولایت په نهرسراج ولسوالۍ کې د افغان ګډو ځواکونو له خوا یو لړ عملیات ترسره شوي، چې په ترڅ کې یې د ترهګرو طالبانو د اکمالاتو دوه غړي وژل شوي دي.

یادو ترهګرو غوښتل چې د مهاجربار سیمې څخه نشه يي توکي ولېږدوي، چې د ګډو ځواکونو له خوا ووژل شول.

له ترهګرو څخه ۲۰۰ کیلو ګرامه تریاک، ۲۰ کیلو ګرامه خام نشه يي توکي، یو میل کلاشینکوف او یو شمېر مهمات د ګډو ځواکونو لاسته ورغلي او د ترهګرو یو موټر له منځه تللی دی.

د یادونې وړ ده، چې د نښتې په لړ کې افغان ګډو ځواکونو ته کوم زیان ندی رسېدلی.