هلمند کې ۱۹ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د هلمند ولایت ملي پولیسو ترهګرو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې.
تېره شپه ترهګرو طالبانو د هلمند ولایت پر ځینو امنیتي پوستو د برید موخه درلوده، چې د ملي پولیسو له مقاومت سره مخ شول. د پولیسو او ترهګرو طالبانو ترمنځ نښته کې ۱۳ ترهګر طالبان وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.
د نښتې په ترڅ کې د ترهګرو طالبانو یو شمېر سپکې او درنې وسلې، مهمات او لېږدوونکې وسایل هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.