هلمند کې ۱۸ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه ښار او نهرسراج ولسوالۍ کې ۱۸ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د نهرسراج ولسوالۍ په سیمینار دښتې کمربندي سیمه کې ترهګرو طالبانو غوښتل چې د پولیسو پر امنیتي پوستې ترهګریز برید وکړي، چې د پولیسو له کمین سره مخ شوي او په ترڅ کې یې اوه ترهګر طالبان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
د نښتې په لړ کې یو میل راکټ انداز، یو میل کلاشینکوف او پنځه ډزه د راکټ ګولۍ د پولیسو لاسته ورغلي دي.
همداراز د لښکرګاه ښار په سور ګدر سیمه کې ګډو امنیتي او دفاعي ځواکونو یو لړ چاڼیز عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې یې پنځه ترهګر طالبان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
د دې عملیاتو په ترڅ کې د ترهګرو طالبانو ۱۰ پټنځایونه له منځه وړل شوي او ۴۴ کړۍ بېلابېل ماینونه کشف او شنډ شوي دي.