هلمند کې ۱۲ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د هلمند ولایت په نادعلي او نهرسراج ولسوالیو کې یو لړ عملیات ترسره کړي چې په ترڅ کې یې اته ترهګر طالبان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
د دې عملیاتو په لړ کې امنیتي او دفاعي ځواکونو د ترهګرو طالبانو لس پټنځایونه له منځه وړي او ۳۵ کړۍ ماینونه یې کشف او شنډ کړي دي.
د یادونې ده چې د عملیاتو پرمهال افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته کوم زیان ندی اوښتی او د ترهګرو یو عراده موټر سایکل هم د دوی لاسته ورغلی دی.