هلمند کې ۱۲ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ په شکر شیله او یو شمېر نورو سیمو کې، د امنیتي او دفاعي ځواکونو د چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې اوه ترهګر طالبان چې د عابد په نامه د دوی یو مشهور قومندان هم پکې شامل و، وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.
د یادو عملیاتو پر مهال د ترهګرو طالبانو یو موټر، دوه عرادې موټر سیکلونه، یو میله دهشکه او شمېر نورې وسلې او مهماتو د پولیسو لاسته ورغلې دي.
د عملیاتو په ترڅ کې ۳۴ کړۍ بېلابېل ماینونه کشف او خنثی شوي، همداراز د ترهګرو طالبانو یوولس مهم پټنځایونه او د ماین جوړونې یوه کارخونه هم له منځه تللې ده.
د یو بل خبر له مخې؛ د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ بازار هم په بشپړ ډول د امنیتي ځواکونو له خوا تصفیه شوی او په سلګونه کړۍ ماینونه کشف او له منځه تللي دي.