هلمند کې څلورو ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
امنیتي او دفاعي ځواکونو د هلمند ولایت د نهرسراج ولسوالۍ په کمربندي سیمه کې یو لړ چاڼیز عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې دوه ترهګر طالبان وژلي او دوه نور یې ټپيان کړي دي.
د یادو عملیاتو پر مهال د ترهګرو طالبانو پنځه کړۍ ځای پر ځای شوي ماینونه هم د پولیسو د انجینیرۍ ډلې لخوا کشف او له منځه وړل شوي دي.