هلمند کې پنځو ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته.

rahimzai_moi
شنبه ۱۳۹۸/۶/۱۶ - ۹:۲۶
e

تېره ورځ افغان ګډو ځواکونو د هلمند ولایت د نهرسراج ولسوالۍ په مهاجر بازار سیمه کې یو لړ تصفیوي عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې درې ترهګر طالبان وژلي او دوه نور یې ټپيان کړي دي.
د افغان ګډو ځواکونو او ترهګرو طالبانو ترمنځ نښته کې د ترهګرو درې جسدونه د جګړې پر ډګر پاتې او همداراز دوه میله کلاشینکوفونه، درې پایې مخابرې او ۱۳ کړۍ بېلابېل ماینونه یې د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
د یادونې ده چې په دې نښته کې افغان ځواکونو او ملکي خلکو ته کوم زیان ندی اوښتی.