هلمند کې پنځو ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

jamil-moi
یکشنبه ۱۳۹۸/۷/۲۸ - ۹:۵۴
h

تېره ورځ امنیتي او دفاعي ځواکونو د هلمند ولایت د نهرسراج ولسوالۍ په داوپاشک او مهاجر بازار سیمو کې یو لړ تصفیوي عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې دوه ترهګر طالبان وژل شوي، درې یې ټپيان او دوه نور یې ژوندي نیول شوي دي.
د یادو عملیاتو پرمهال د ترهګرو طالبانو ګڼ شمېر پټنځایونه له منځه تللي او د افغان ځواکونو لخوا د ترهګرو طالبانو ۱۱ کړۍ ځای پر ځای شوي ماینونه کشف او شنډ شوي دي.
د یادونې ده چې پدې عملیاتو کې افغان ځواکونو او ملکي خکو ته کوم زیان ندی اوښتی.