هلمند کې پنځلسو ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د هلمند ولایت په سنګین او نهر سراج ولسوالیو کې د امنیتي ځواکونو د ځمکنیو او هوايي عملیاتو په ترڅ کې یوولس ترهګر طالبان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
په وژل شویو کسانو کې د ترهګرو طالبانو یو مشهور قومندان د حاجي غیرت په نامه هم شامل دی.
د عملیاتو په ترڅ کې اتلس کړۍ بېلابېل ماینونه کشف او خنثی شوي او ملکي وګړو ته کوم زیان نه دی اوښتی.