هلمند کې له یوې چاودنې مخنیوی شوی
تېره ورځ د هلمند ولایت پولیسو په نهرسراج ولسوالۍ کې له یوې چاودنې مخنیوی کړی دی.
ترهګرو طالبانو د یادې ولسوالۍ په بازار کې یو کړۍ ریموټ کنټرول ماین ځای پر ځای کړی و، چې له چاودنې مخکې د پولیسو لخوا کشف او له منځه یوړل شو.