هلمند کې له دوه ماین چاودنو مخنیوی شوی.

د هلمند ولایت د امنیه قومندانۍ پولیسو له ملي امنیت ځواکونو سره په همغږۍ له دوه ماین چاودنو مخنیوی کړی دی.
ترهګرو طالبانو د لښکرګاه ښار د درېیمې امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې دوه کړۍ نښلېدونکي ماینونه ځای پر ځای کړي وو، چې هدف ته له رسېدو مخکې د پولیسو لخوا کشف او شنډ شوي دي.