هلمند کې لسګونه میله نیول شوې وسلې او مهمات د ډایاک مدیریت ته وسپارل شوې

د هلمند امنیې قومندانۍ منسوبینو د وروستیو درې میاشتو په لړ کې د بېلابېلو عملیاتو په مهال او د جنایي جرمونو له مجرمینو ۶۱ میله وسلې، ۲۵۹ درنې او سپکې مرمۍ او نور نظامي تجهیزات د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې نیولي وو چې د یاد ولایت د ډایاک مدیریت ته وسپارل شول.
د یادولو ده چې د جنایي جرمونو په تړاو ۵۸ تنه له یادو وسلو سره نیول شوي وو چې له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل شوي دي.