هلمند کې د نشه یي توکو د پلور او لېږد په تور د څلورو کسانو نیول کېدل
د هلمند د امنیه قومندانۍ د نشه یي توکو په وړاندې د مبارزې پولیسو څلور کسان د نشه یي توکو د پلور او لېږد په تور نیولي دي.
د دې کسانو له ډلې دریو تنو دوه کیلو هیرویین په خپل نس کي هند هېواد ته لېږدول او یو بل تن په لښکرګاه ښار کې پر روږدو کسانو هیرویین پلورل، چې د هلمند ولایت له مخدره توکو سره د مبارزې د پولیسو له خوا ونیول شول.