هلمند کې د ترهګرو طالبانو پټنځایونه له منځه یوړل شول.

د هلمند ولایت په نادعلي او ګرشک ولسوالیو کې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو یو لړ ګډ ځمکني او هوايي عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې د ترهګرو طالبانو درې پټنځایونه او درې عرادې موټر له منځه تللي او ۵۰۰۰ بېلابېلۍ ګولۍ د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلې دي.
همداراز د ګرشک ولسوالۍ په مهاجر بازار سیمه کې امنیتي ځواکونو یو لړ چاڼیز عملیات ترسره کړي، چې په لړ کې یې څلور کلي د ترهګرو طالبانو له شتونه پاک او د ترهګرو طالبانو ۱۲ کړۍ ماینونه، دوه پټنځایونه او شپږ خندقونه له منځه وړي دي.