هلمند کې د ترهګرو طالبانو قومندان خاکسار ونیول شو.

moi-af
شنبه ۱۳۹۸/۴/۱ - ۱۰:۴۹
x
د هلمند ولایت د ګرمسېر ولسوالۍ په ماجتک سیمه کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د یو لړ ګډو عملیاتو په ترڅ کې د ترهګرو طالبانو قومندان چې په "خاکسار" مشهور و، ونیول شو.
د یادو عملیاتو په ترڅ کې د ترهګرو طالبانو یو بل تش په نامه قومندان "مسلم" وژل شوی دی.
د یادولو وړ ده، چې د عملیاتو په لړ کې یو شمېر وسلې د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلې او د ترهګرو طالبانو ۲۰ کړۍ ماینونه کشف او شنډ شوي دي.