هلمند کې د ترهګرو طالبانو د مخکښو قوماندانانو په ګډون ۶۷ ترهګرو ته مرګ ژوبله اوښتې
![1](/sites/default/files/2021-06/201909705_2041336546004232_7847573195461613705_n_0.jpg)
د تېرو ۲۴ ساعتونو په لړ کې د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو د هوایي ځواک په ملاتړ د هلمند ولایت په نهرسراج ولسوالۍ کې د ترهګرۍ ضد یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې ۴۱ ترهګر طالبان وژل شوي او ۲۶ نور ټپیان دي.
په وژل شویو ترهګرو کې د طالبانو مخکښ قوماندانان هر یو “ملا عبدالرحمن، حاجي وفادار، حافظ سعید، متوکل، رفېع الله، مبارک، قاري مجید، او ملا فرید” هم شامل دي.
همدارنګه؛ د دې عملیاتو پر مهال د ترهګرو ۳۵ ميله بېلابېل ډوله وسلې، ۱۳ عرادې موټرسايکلونه، ۷ مورچلونه او يو پټنځای تخريب او ۱۷ کړۍ ماينونه چې پر عامه لارو ځای پر ځای شوي وو، کشف او شنډ شوي دي.