هلمند کې د ترهګرو طالبانو درنه مرګ ژوبله؛ ۲۴ طالبان وژل شوي او ۱۵ ټپیان دي

ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو تېره شپه د هلمند ولایت د مرکز لښکرګاه ښار په بشران سیمه کې د ترهګرۍ ضد عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې یې ۲۴ ترهګر طالبان هلاک کړي او ۱۵ نور یې ټپیان کړي دي.
د دې عملیاتو پر مهال د ترهګرو طالبانو ګڼ شمېر سپکې او درنې وسلې او همدارنګه جنګي مهمات کشف او ترلاسه شوي دي.
د هېواد ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو په دې عملیاتو کې د ترهګرو طالبانو ډېر شمېر ماینونه او چاودېدونکي توکي چې ترهګرو په عامه لارو د خلکو د مرګ ژوبلې په پار ځای پر ځای کړي وو، کشف او شنډ کړي دي.