هلمند کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو په بريدونو کې ۵۹ ترهګر طالبان وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان دي

تېره ورځ ملي امنيتي او دفاعي ځواکونو د هوايي ځواک په ملاتړ د هلمند ولایت د مرکز لښکرګاه ښار په اړوند بولان کلا او همدارنګه د نهرسراج، ګرمسېر، نادعلي او ناوې ولسوالیو په اړوند سیمو کې د ترهګرو پر وړاندې چاڼیز عملیات ترسره کړي دي.
د دې عملیاتو په پایله کې د طالبانو د کلیدي قوماندانانو "ملا جميل"، "حاجي لالا"، "شاه ولي"، "سديس" او "همکار" په ګډون ۵۹ ترهګر طالبان وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان دي.
همداراز د دو ښمن ۵ ميله کلاشينکوفونه، ۲ ميله پيکا، يو قبضه راکټ، ۳ پايې مخابرې، ۲ عرادې موټرسایکلونه، ۳ عرادې موټر، ۳۰ متره تونل، ۵ پټنځایونه او ۳ مورچلونه هم له منځه وړل شوي دي.
د هلمند ولايت په بېلابېلو سیمو کې د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو چاڼيز عمليات په بریا سره دوام لري.