هلمند کې دوه ترهګر طالبان ووژل شول.

rahimzai_moi
پنجشنبه ۱۳۹۸/۷/۱۱ - ۱۰:۵
ل

افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د هلمند ولایت د نهرسراج ولسوالۍ په مهاجر بازار سیمه کې یو لړ چاڼیز عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې دوه ترهګر طالبان وژلي دي.
د امنیتي او دفاعي ځواکونو د عملیاتو پرمهال د ترهګرو طالبانو درې مهم پټنځایونه له منځه وړل شوي او د ترهګرو طالبانو ګڼ شمېر وسلې او مهمات د پولیسو لاسته ورغلي دي.
د دې عملیاتو په لړ کې د ترهګرو طالبانو څلور کړۍ ماینونه هم د امنیتي او دفاعي ځواکونو د انجینیرۍ ډلې لخوا کشف او شنډ شوي دي.