هلمند کې دوه باج اخیستونکي ترهګر طالبان نیول شوي
د هلمند ولایت د نادعلي ولسوالۍ په چاه انجیر سیمه کې، دوه تنه ترهګر چې یوه یې چادري پر سر کړې وه؛ د ملي پولیسو له خوا ونیول شول.
یادو ترهګرو له هلمند څخه فراه ولایت ته د ترهګرو طالبانو هغه مالیاتي پاڼې لېږدوې؛ چې پر لارو یې د مالیاتي پاڼو له مخې له ملکي وګړو، لویو او کوچنیو موټر څخه پیسې اخیستې.
نیول شویو کسانو خپل جرم منلی او یو عراده موټر سایکل یې هم د پولیسو لاسته ورغلی دی.