هلمند کې درې ترهګر طالبان ووژل شول.

rahimzai_moi
چهارشنبه ۱۳۹۸/۷/۱۰ - ۹:۴۱
ی

تېره ورځ افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د هلمند ولایت د نهرسراج ولسوالۍ په مهاجر بازار سیمه کې یو لړ چاڼیز عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې درې ترهګر طالبان وژلي دي.
د امنیتي او دفاعي ځواکونو او ترهګرو طالبانو ترمنځ نښته کې د ترهګرو طالبانو درې جسدونه د جګړې په ډګر کې پاتې شوي او همداراز دوه عرادې موټرسایکلونه یې له منځه وړل شوي دي.
د یادونې ده چې پدې نښته کې دوه میله کلاشینکوفونه او درې پایې مخابرې هم د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي او د ترهګرو ۲۰ کړۍ ماینونه د امنیتي او دفاعي ځواکونو د انجینیرۍ ډلې لخوا کشف او شنډ شوي دي.