هلمند کې درېیو ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
امنیتي او دفاعي ځواکونو د هلمند ولایت د نهرسراج ولسوالۍ اړوند په جهان زېب کمپ، مهاجر بازار او سورګدر سیمو کې تصفیوي عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې یو ترهګر طالب وژل شوی او دوه نور ټپيان شوي دي.
د افغان ځواکونو انجینیرۍ ډلې د یادو عملیاتو پرمهال د ترهګرو طالبانو ۲۵ کړۍ ځای پر ځای شوي ماینونه هم کشف او شنډ کړي دي.
د یادونې ده چې پدې عملیاتو کې ملکي خلکو او امنیتي ځواکونو ته کوم زیان ندی اوښتی.