هلمند کې اتو ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د هلمند ولایت په نهر سراج ولسوالۍ کې اتو ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
ترهګرو طالبانو غوښتل چې د نهرسراج ولسوالۍ په ده آدم خان سیمه کې پر امنیتي پوستو برید وکړي، چې د ملي پولیسو له کمین سره مخ شول او په ترڅ کې یې پنځه ترهګر طالبان ووژل شول او درې نور ټپیان شول.
د یادې نښتې په لړ کې د ترهګرو طالبانو دوه ډزه راکټ انداز ګولۍ، یوه پایه مخابره او یو شمېر نور مهمات د پولیسو لاسته ورغلي دي.
په دې نښته کې پولیسو ته کوم زیان ندی اوښتی.