هلمند کې؛ پولیسو زرګونه کیلو نشه یي توکي کشف او ۱۸ تنه نیولي

د هلمند نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو تېره اونۍ د یاد ولایت په مرکز او لسوالیو کې ۵۲ کیلو ګرامه اېف، ۱۱ بېلره کیمیاوي توکي، ۳۵۰ لېټره ډېزل، درې ټنه ومان، ۹۰ کیلو ګرامه اکسل کیمیاوي توکي، ۲۰۰ کیلو ګرامه کاریدونکې سوډا، ۲۶۰ لېټره تېزاب او ۷۰ کیلو بېلابېل کیمیاوي توکي له نیول کېدو وروسته سوځولي او په تړاو یې ۱۸ تنه نیولي دي.
همداراز د هلمند پولیسو تېرو اوو ورځو کې ۷۴ روږدي راټول کړي او روغتیایي مرکزونو کې بستر کړي دي.