هلمند او وردګو کې یوولسو ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
د هلمند ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې ترهګرو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې.
ترهګرو طالبانو غوښتل د باري ګل بازار په سیمه کې پر امنیتي پوستو برید وکړي، چې د ملي پولیسو له مقاومت سره مخ شول.
د پولیسو او ترهګرو طالبانو د نښتې په ترڅ کې څلور ترهګر طالبان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
په یاده نښته کې پولیسو ته کوم زیان نه دی اوښتی.
د دې ترڅنګ؛ تېره شپه د میدان وردګو ولایت د نرخ ولسوالۍ د خیرالدین کلا په سیمه کې، امنیتي ځواکونو عملیات ترسره کړي. د یادو ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې څلور ترهګر طالبان وژل شوي دي.