هلمند او تخار کې د وسایطو درې غله ونیول شول

hakimi-moi
شنبه ۱۳۹۹/۳/۳۱ - ۱۵:۴۸
1

د ملي پولیسو منسوبینو په تخار او هلمند ولایتونو کې د درېیو جلا عملیاتو په ترڅ کې درې تنه د وسایطو د غلا په تړاو نیولي دي.
د یادو کسانو له ډلې د تخار ولایت په ینګي قلعه ولسوالۍ کې یو کس د موټر، پیسو او قیمتي مالونو د غلا او همداراز د هلمند ولایت د مرکز لښکرګاه ښار د لومړۍ او درېیمې امنیتي حوزو په اړوند سیمو کې هم دوه تنه د یوه موټر او موترسایکل د غلا په تړاو تر پېژندنې وروسته نیول شوي دي.
غلا شوي وسایط او قیمتي مالونه تر ضبط وروسته د اسنادو له مخې څښتن ته یې سپارل شوي دي.
د یادونې وړ ده چې د نیول شویو کسانو دوسیې تر لومړنیو څېړنو وروسته اړونده بنسټونو ته سپارل شوې دي.