هلمند، کندهار او فاریاب کې د دوه ماین خښوونکو په ګډون ۳۴ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

jamil-moi
پنجشنبه ۱۳۹۹/۴/۵ - ۱۱:۱۵
6


تېره شپه ترهګرو طالبانو د هلمند ولایت د ناوې ولسوالۍ په "جزیزه" سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي، چې د ملي امنیتي ځواکونو له کلک ځوابیه غبرګون سره مخ شوي او په پایله کې یې ۱۳ ترهګر طالبان وژل شوي او پینځه نور ټپیان دي.
په یاده نښته کې د څلورو ترهګرو جسدونه، یو میل پیکا، یو میل ام-۱۶، یو میل کلاشینکوف او یو قبضه راکټ غورځوونکی هم د جګړې په ډګر کې پاتې شوي دي.
همداراز د هلمند ولایت په کجکي ولسوالۍ کې په یوه بل مشابه برید کې څلور ترهګر طالبان وژل شوي او پینځه تنه ټپیان شوي دي.
بلخوا د فاریاب ولایت د ګرزیوان ولسوالۍ په اړوند سیمو کې د ملي امنیتي ځواکونو او ترهګرو طالبانو ترمنځ نښته کې د ترهګرو طالبانو د یوه کلیدي غړي ملا حشمت الله مشهور په "خورشید" په ګډون پینځه تنه ژور ټپيان شوي دي.
د یادونې وړ ده چې دوه ماین خښوونکو غوښتل د کندهار ولایت د میوند ولسوالۍ په "بیابانګ" سیمه کې د ترورېستي بریدونو په موخه ماین ځای پر ځای کړي، چې د خپل لاسي ماین د چاودنې له امله یو ترهګر وژل شوی او بل یې ژوبل شوی دی.