هغه ترهګر چې پر کابل ښار یې د توغندیزو بریدونو قصد درلود، ونیول شو.

rahimzai_moi
شنبه ۱۳۹۸/۶/۳۰ - ۱۳:۶
ب

د کابل ښار د اتمې حوزې منسوبینو د یادې حوزې له اړوند سیمو یو ترهګر طالب نیولی دی.
یاد کس په کابل ښار کې پر دولتي بنسټونو او ولسي ټولنو د توغندیزو بریدونو قصد درلود، چې د پولیسو لخوا په یوه څار ځای کې ونیول شو.
له نیول شوي کس څخه څو میله BM1 مرمۍ، RPG راکټونه، تفنګچې او یو عراده کرولا موټر د پولیسو لاسته ورغلي دي.