هرات کې ۳۱ زره کیلو ګرامه نشه يي توکي وسوځول شول.

rahimzai_moi
دوشنبه ۱۳۹۸/۴/۱۰ - ۹:۲۲
ن

تېره ورځ له کابل څخه د یو شمېر لوړ پوړو ملکي او نظامي هیأت او د رسنیو استازو په ګډون د نشه يي توکو د یوې لویې محمولې چې هیرویین، تریاک، چرس، الکولي څښان او کېمیاوي توکي پکې شامل وو، وسوځول شول.

انجینیر محمد هاشم اورتاق د کورنیو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې مرستیال د نشه يي توکو د کشف او ضبط او د قاچاقبرانو د نیولو په برخه کې د هرات ولایت د امنیه قومندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبینو هڅې وستایلې او زیاته یې کړه، چې نشه يي توکي نه یوازې چې یو لوی ملي ګواښ دی بلکې یو نړیوال اړخ لري؛ نو اړتیا ده چې له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې ملي او نړیوال بنسټونه ګډې هڅې وکړي.

د کورنیو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې مرستیال د هرات ولایت د امنیه قومندان پاسوال امین الله هڅې له جنايي جرمونو او د نشه يي توکو د قاچاقبرانو د نیولو په برخه کې ستایلې او مننه یې ترې کړې او د دې ناوړه پدیدې په له منځه وړو یې ټینګار کړی دی.

د نشه يي توکو دا لویه محموله د ۱۳۹۷ کال په لړ کې د هرات ولایت د امنیه قومندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې مدیریت د بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې کشف او ضبط شوي او له نشه يي توکو سره د مبارزې د قانون پر بنسټ وسوځول شول.