هرات کې یو تن د انسان تښتوونکو له منګلو وژغورل شو.

rahimzai_moi
دوشنبه ۱۳۹۸/۴/۱۷ - ۱۲:۲۳
cd

ملي پولیسو په هرات کې د یو لړ اوپراتیفي عملیاتو په لړ کې یو کس د انسان تښتوونکو له منګلو ژغورلی دی.
یاد کس امېد نومېږي، چې څو ورځې دمخه د یوولسمې حوزې په اړوند نواباد سیمه کې د انسان تښتوونکو له خوا تښول شوی و.
د دې ځوان له تښتونې وروسته پولیسو د خلاصون په موخه یې یو لړ عملیات پیل کړل، چې په پایله کې یې د هرات ولایت د کرخ ولسوالۍ له اړوند سیمو د انسان تښتوونکو له منګلو خلاص او کورنۍ ته یې سپارلی دی.