هرات کې څلور وسله وال غله ونیول شول

تېره ورځ د هرات ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو څلور تنه د وسله والو غلاوو په تړاو نیوليٍ دي.
یادو غلو غوښتل چې د نهمې ناحیې له اړوند سیمو څخه د یوه هرات مېشتي موټرسایکل د وسلې په زور یوسي، چې د پولیسو لخوا باالفعل نیول شوي دي.
له دې وسله والو غلو څخه یو میل تفنګچه، دوه قبضې چاړې، یو عراده رېکشا، یو عراده موټرسایکل او یو شمېر موبایلونه هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.
د یادونې ده چې وسله والو غلو خپل جرم منلی دی.