هرات کې نهه ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

تېره شپه د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره یو ځای د هرات ولایت په کشک او رباط سنګي ولسوالیو کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې څلور ترهګر طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.
د دې عملیاتو په لړ کې چهل دختر، چهار دره، جمشېدي ها، شهرخېل او یکه دوکان کلي د ترهګرو طالبانو له شتونه پاک شوي دي.
د یادونې ده چې پدې عملیاتو کې یو شکمن کس هم نیول شوی او امنیتي او دفاعي ځواکونو یو کړۍ ماین کشف او شنډ کړی دی.