هرات کې د یوې ماین چاودنې مخنیوی وشو.
د هرات ولایت د امنیه قومندانۍ له ترهګرۍ سره د مبارزې منسوبینو د دې ولایت د درېیمې حوزې په اړوند سیمه کې د یوه کاروان سرای دننه د یوې چاودنې مخه نیولې ده.
یاد ماین د ترهګرو له خوا د ترهګریزې پېښو د ترسراوي په موخه ځای پر ځای شوی و، چې موخې ته له رسېدو مخکې کشف او شنډ شو.
د دې قضیې په تړاو دوه تنه نیول شوي دي.