هرات کې د حرفوي غلو اته کسېزه ډله ونیول شوه

moi-af
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۵ - ۱۴:۵۳
asda

د هرات امنیې قومندانۍ جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو په هرات ښار کې د پلټونکو عملیاتو په مهال د حرفوي غلو یوه اته کسیزه ډله نیولې چې په ښار کې یې له خلکو نقلیه وسایط او مبایلونه غلا کول.
نیول شوي غله به د پولیسو له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.