هرات کې د ترهګرو طالبانو مخکښ غړی ملا شهاب د دې ډلې له څو جنګیالیو سره ووژل شو

jamil-moi
دوشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۱ - ۱۳:۵۳
t

تېره شپه د هېواد ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د هوايي ځواک په ملاتړ د هرات ولایت د انجیل ولسوالۍ په غیبتان سیمه کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې د ترهګرو طالبانو د سرې قطعې مسوول ملا شهاب چې په هرات کې یې د طالبانو د جګړې مسوولیت پر غاړه درلود، وژلی دی.
په ځمکنیو او هوايي بریدونو کې د ملا شهاب سربېره، د طالبانو نور مخکښ غړي هر یو ملا قدوس غوریاني، ملا ظاهر سلطانزوی او مولوي عبدالمجید هم وژل شوي دي.