هرات کې د "اقا محمد" او "ملا زرغوی" په ګډون څلور ترهګر طالبان وژل شوي

hakimi-moi
شنبه ۱۳۹۹/۳/۳ - ۱۳:۵۶
1

ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د هرات ولایت په ادرسکن ولسوالۍ کې د ترورېستان د ځپلو په موخه د ترهګرۍ ضد یو لړ ګډ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې د یادې ولسوالۍ له‌پاره د ترهګرو طالبانو د نومول شوي استخباراتي مرستیال "اقا محمد" په شمول دوه ترهګر وژل شوي او پینځه ترهګر طالبان ټپیان شوي دي.
د دې عملیاتو په لړ کې د ترهګرو طالبانو د نومول شوي استخباراتي مرستیال د وژل کېدو سربېره، د ادرسکن ولسوالۍ څو لوی او واړه کلي هم د ترهګرو طالبانو له شتونه چاڼ شوي دي.
همداراز تېره ورځ د هرات ولایت په اوبې ولسوالۍ کې هم د ملي پولیسو - ملي اردو او ترهګرو طالبانو تر منځ نښته کې د ترهګرو طالبانو د یوه سیمه‌ییز قومندان "ملا زرغوی" په ګډون دوه ترهګر طالبان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.