هرات کې دوه تنه د انسان تښتوونکو له منګولو وژغورل شول

jamil-moi
پنجشنبه ۱۳۹۹/۷/۳ - ۱۰:۰
6

د هرات ولایت د امنیه قوماندانۍ منسوبینو د هرات ښار په اومه ناحیه کې یو ۱۸ کلن ځوان چې څه موده دمخه د انسان تښتوونکو له خوا تښتول شوی و، راخلاص او په تړاو یې یو کس نیولی دی.
په همدې حال کې؛ د هرات ښار په دولسمه ناحیه کې هم یو بل ۳۰ کلن ځوان د یادو ځواکونو د عملیاتو په پایله کې ژغورل شوی دی.