هرات کې درې میلیونه غلا شوې افغانۍ ترلاسه او خپل مالک ته وسپارل شوې

moi-af
دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۴ - ۱۴:۲۹
asdfas

د هرات ولایت د امنیه قومندانۍ د پولیسو د کشفي اقداماتو په ترڅ کې یوه ښځه د درې میلیونه غلا شوو افغانیو سره یو ځای د هرات ښار د نهمې امنیتي حوزې په اړوند سیمه کې ونیول شوه.
یاده ښځه به له لومړنیو څېړنو او د اړوندو دوسیو تر بشپړېدو وروسته عدلي او قضایي ادارو ته سپارل کېږي.
د یادونې وړ ده چې غلا شوې پیسې له تثبیت او پېژندنې وروسته بېرته خپل اصلي مالک ته وسپارل شوې.