هرات کې درې تنه د موټرسایکل او غیرقانوني وسلو د لېږد په تړاو ونیول شول

jamil-moi
دوشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۱۲ - ۹:۱۲
6

د هرات ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو درې تنه د موټرسایکل او غیرقانوني وسلو د لېږد په تړاو نیولي دي.
له دې ډلې تېره ورځ د هرات ولایت په انجیل ولسوالۍ کې یو کس چې د دې سیمې د یوه مېشتي موټرسایکل یې غلا کړی و او له څه مودې راهیسې د پولیسو تر څار لاندې و، نیول شوی دی.
همداراز د هرات ښار د اومې امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې دوه تنه د غیرقانوني وسلو د لېږد په تړاو له یو میل بې جوازه تفنګچې او یو عراده موټرسایکل سره یو ځای نیول شوي دي.
د دې کسانو نسبتي دوسیې د لا زیاتو څېړنو لپاره اړونده بنسټونو سپارل شوې دي.