هرات کې اته نامسووله وسله وال ونیول شول.

rahimzai_moi
پنجشنبه ۱۳۹۸/۵/۱۰ - ۱۰:۵۲
ی

تېره ورځ د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د هرات ولایت په ګذره ولسوالۍ کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې اته نامسووله وسله وال نیولي دي.
له یادو کسانو څخه درې میله کلاشینکوفونه، یو میل تفنګچه، درې قبضې لاسي بمونه، برچې، پرتلې، ۱۷ شاجورونه، ۱۳ سیټه ګرځنده تېلېفونونه او یو عراده موټر د ځانګړو ځواکونو لاسته ورغلي دي.
نیول شوي کسان د هرات مېشتو په ځورونو او شکونو تورن دي.