هرات ولایت کې ۸۸ تنه د بېلابېلو جرمونو په تړاو نیول شوي

moi-af
شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۵ - ۱۴:۱۸
سشیبشب

د یاد ولایت امنیه قومندانۍ منسوبینو په تېره یوه میاشت کې، د بېلابېلو عملیاتو په لړ کې، ۸۸ تنه د ډول ډول جنایي جرمونو په تړاو د ښار او ولسوالیو له بېلابېلو سیمو څخه نیولي دي.
نیول شوي کسان د سازمان شویو مجرمینو له ډلې څخه وو چې د هرات ولایت په بېلابېلو سیمو کې به یې غلاوې کولې چې د پولیسو له لوري ونیول شول او د قانون منګولو ته وسپارل شول.
دغه راز، ۱۸ عرادې ډول ډول وسایط او له ۴ میلیونو څخه زیاتې غلا کړل شوې افغانۍ کشف او اصلي څېښتنانو ته یې سپارل شوي دي.
د ویلو وړ ده چې، د دوو وروستیو ورځو په لړ کې، ۳۹ لکه افغانۍ نغدې پېسې او ۴ عرادې برقي موټر چې د نامعلومو کسانو له خوا غلا کړل شوي وو، د پولیسو لاسته راغلي او د قانوني چارو بشپړېدو وروسته خپلو اصلي مالکانو ته سپارل شوي دي.