هرات مېشتو د یوې غونډې په ترڅ کې له خپلو ملي پولیسو د ملاتړ اعلام وکړ.

rahimzai_moi
چهارشنبه ۱۳۹۸/۷/۱۷ - ۸:۳۹
ل

نن په هرات ولایت کې د دې ولایت له ملي پولیسو د ملاتړ په موخه غونډه جوړه شوه.
پدې غونډه کې مدني فعالانو، علماوو، سیاسي شنونکو او یو شمېر قومي مشرانو ګډون کړی و.
د دې غونډې ویناوالو د هرات ولایت د ملي پولیسو هڅې وستایلې او دوی ته یې د هېواد د رښتینو بچیانو خطاب وکړ او یو ځل بیا یې ټینګار وکړ، چې له امنیتي او دفاعي ځواکونو په ځانګړې توګه له ملي پولیسو ملاتړ د دوی ټولو ملي وجیبه ده.
دوی له ملي پولیسو ځانګړی ملاتړ په هرات کې د ټولنیز امن او نظم په پار وښوده.
په همدې حال کې د هرات ولایت د امنیه قومندانۍ مشرتابه د دې ولایت د ټولو پولیسو په استازولۍ یو ځل بیا ژمنه وکړه، چې د ملي پولیسو ځواکونه به د زړه له تله د هرات مېشتو لپاره د امن او نظم د راوړو په برخه کې هڅې کوي او پدې برخه کې به له هېڅ له راز هڅو دریغ ونه کړي.
د یادونې ده چې د غونډې په پای کې د هرات ولایت د ټولو پولیسو منسوبینو په استازیتوب د دې ولایت د امنیه قومندانۍ مشرتابه ته د دوی د بېسارو هڅو له امله ستاینلیک ډالۍ شو.