هرات او کابل کې؛ پولیسو ۱۳ تنه د نشه یي توکو د پلور او لېږد په تړاو ونیول

moi-af
پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۵ - ۱۱:۲۲
ssfgs

د هرات امنیه قومندانۍ نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو د څو جلا عملیاتو په ترڅ کې ۱۲ تنه د نشه يي توکو د پلور او لېږد په تړاو نیولي او یو کیلو ګرام چرس، یوه اندازه شیشه او نشه یي ګولۍ ترې ترلاسه کړي دي.
همداراز، نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو کابل ښار کې یو تن له ۱۱ زره او ۳۰۰ زيکپ نشه یي ګولیو سره نیولی دی.