نیمروز کې د ۱۸۰ کیلوګرامه نشه‌یي توکو له قاچاق څخه مخنیوی شوی

hakimi-moi
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۲/۱۶ - ۱۵:۵۲
2

د نیمروز ولایت د امنیه قومندانۍ له نشه‌یي توکو سره د مبارزې منسوبینو په یاد ولایت کې د ۱۸۰ کیلوګرامه "تریاکو او هیرویینو" له قاچاق څخه مخنیوی کړی دی.
د نشه‌یي توکو په یاده محموله کې ۱۵۹ کیلوګرامه تریاک او ۲۱ کیلوګرامه هیرویین شامل وو، چې په یوه موټر کې ځای پر ځای شوي وو او پولیسو د نیمروز ولایت د مرکز زرنج ښار په "شورو" سیمه کې د یو لړ اوپراتیفي عملیاتو په ترڅ کې کشف او ترلاسه کړي دي.
په‌دې عملیاتو کې د نشه‌یي توکو د کشف او ضبط سربېره؛ یو میل ماشیندار پيکا، یو میل کلاشینکوف او یو عراده موټر هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.